Language

افغان ورزشکارانو د اوزبېکستان د کورش سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه اخیستي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د افغانستان له ۱۸ کلونو کم‌عمره دوو ورزشکارانو په اوزبېکستان کې د کورش په اسیایي سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه ګټلي دي.

د راپورونو له مخې، د کورش اسیایي سیالۍ د پهلوان محمود خوارزمي په یاد د اوزبېکستان د اورګنج ښار په کوربه‌توب ترسره شوې.

په دې سیالیو کې عبدالمعروف محسني د ۵۵ کیلوګرامه وزن په کټه‌ګورۍ کې له یوې دورې استراحت وروسته خپل کوریایي سیال ته ماته ورکړه او د برونزو مډال یې خپل کړ.

روح‌الله نظري هم په ورته شرایطو کې په بل پړاو کې خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه او هغه هم د برونزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې افغانستان د درېیو ورزشکارانو په ګډون برخه اخیستې وه.

د یادونې ده، د دغو سیالیو پنځم پړاو له ۱۸ کلونو کم‌عمره ورزشکارانو ترمنځ ترسره شو چې پکې د افغانستان دوو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.