Language

څلور پاکستانیان په سعودي عربستان کې د سوالګرۍ په تور نیول شوي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) د دغه هېواد د سیالکوټ نړۍوال هوايي ډګر کې د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان په سعودي عربستان کې د سوالګرۍ شبکو کې د فعالیت په تور نیولي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د FIA یوه چارواکي ویلي چې دغه کسان د شاهنواز، شازیې، سونیا او فرزانه بي‌بي په نومونو چې ټول د اسلام‌اباد اوسېدونکي دي، د عمان له لارې له سعودي عربستانه د پنجاب ایالت سیالکوټ هوايي ډګر ته رسېدلي وو.

د سرچینې په خبره، دغه کسان د مشکوکو سفري مخینو له امله د کډوالۍ د مامورینو له خوا وپوښتل شول او د پلټنو پر مهال یې په سعودي عربستان کې په سازمان شوې سوالګرۍ کې پر خپلې ښکېلتیا اعتراف وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې دغو کسانو خپلې ویزې او د سفر ټکټونه د محمدصدیق اکبر په نوم د یوه اجنټ له لارې چې د سعودي عربستان اوسېدونکی دی، ترلاسه کړي وو. ویل کېږي چې نوموړي اجنټ د هر کس په بدل کې ۲۵۰ زره روپۍ اخیستې وې او دا پیسې د ګدایۍ له عوایدو ورکړل شوې وې.

د راپور له مخې، یاد کسان د عمرې ویزې په ترلاسه کولو سره سعودي عربستان ته تللي وو.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي چې د سعودي عربستان د سفارت له چارواکو سره به اړیکه ونیسي څو هغه اصلي اجنټ چې د دې شبکو په تنظیم کې ښکېل دی، وپېژندل شي او له دغه هېواده وایستل شي.