Language

افغان او تاجکستاني چارواکو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس له تاجکستاني چارواکو سره د برېښنا سکټور کې د همکارۍ پر پیاوړتیا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره لیدنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د برېښنا سکټور کې د همکاریو پر پراختیا، د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو، ننګونو او چټکتیا، همدارنګه د پروژې د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو د حل او تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، همکار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو د همغږۍ او چټکتیا برخه کې د تاجکستان د انرژۍ د مسوولینو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د انرژۍ په سکټور کې ګډې هڅې او همغږي کولای شي د سیمې په اقتصادي وده او ثبات کې مرسته وکړي.

ورته مهال، د تاجکستان د انرژۍ وزیر دلیر جمعه د دې پروژې ستراتیژیک اهمیت ته په اشاره ویلي چې کاسا-۱۰۰۰ نه یوازې د سیمې په نښلونه کې مهم ګام دی، بلکې د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هم یو بنسټیز فرصت برابروي. هغه د دې پروژې د چارو د چټکتیا او همغږۍ لپاره د دوامداره ملاتړ ډاډ هم څرګند کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد یوه مهمه سیمه‌ییزه پروژه ده چې د هېواد دننه یې هم عملي چارو د پام وړ پرمختګ کړی دی.

کاکړ

حسرت