Language

کرکټ بورډ: د «ملي شل‌اوریز جام» سیالۍ راتلونکې میلادي میاشت په کندوز کې پیلېږي

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د «ملي شل‌اوریز جام» درېیم پړاو سیالۍ د راتلونکې مې میاشتې په دویمه په کندوز کې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې، د «اي انډ ملي شل‌اوریز جام» درېیم پړاو سیالۍ د راتلونکې مې میاشتې په دویمه په کندوز ولایت کې پیلېږي.

سرچینه زیاتوي، په دې سیالیو کې د هېواد د پنځو زونونو اړوند لوبډلې ګډون کوي او ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د کورني کرکټ په جوړښت کې د دغو سیالیو پر ور اضافه کېدو سره نوی رنګ او تنوع رامنځته شوې چې تر دې مهاله یې خورا ښې او مثبتې پایلې لرلې دي.

خبرپاڼه کاږي، کرکټ بورډ ژمن دی چې د هېواد ټولو سیمو ته د کرکټ لوبه ورسوي، نوي ځوان استعدادونه ومومي او په ټوله کې د افغانستان کرکټ ته لا زیاته وده او پرمختګ ورکړي.