Language

د هنګري لومړی وزیر: که نتانیاهو مو هېواد ته راشي، وبه یې نیسو

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د هنګري نوي لومړي وزیر ویلي چې که د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یې هېواد ته ورشي، وبه نیول شي.

د نړۍوالې جزايي محکمې له خوا د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د «جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو» په تور د بنیامین نتانیاهو د نیولو حکم صادر شوی و.

د دې محکمې غړي هېوادونه مکلف دي هغه کسان چې د نیولو حکم یې د دې محکمې له خوا صادر شوی وي، ونیسي.

په همدې حال کې، د سکای نیوز د راپور له مخې، د هنګري نوي لومړي وزیر پیتر ماګیار په بوداپست کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «زه باور لرم، که یو هېواد د نړۍوالې جزايي محکمې غړی وي او هغه څوک چې د محکمې له خوا تر تعقیب لاندې وي، زموږ خاورې ته داخل شي، باید ونیول شي.»

د هغه په خبره، دغه موضوع یې نتانیاهو ته هم «روښانه» کړې چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې په غزه کې د «جنګي جرمونو» په تور تر تعقیب لاندې دی.

ماګیار زیاته کړې چې له نړۍوالې جزايي محکمې (ICC) د هنګري د وتلو بهیر به ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هنګري پخواني لومړي وزیر ویکټور اوربان اعلان کړی و چې هېواد به یې له نړۍوالې جزايي محکمې ووځي.