Language

سبا په کابل کې د کورش، سامبو او غېږنیونې نړۍوالې سیالۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): سبا په کابل کې د سلو کورنیو او ۶۰ بهرنیو ورزشکارانو په ګډون د کورش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړۍوالې سیالې ترسره پیلېږي.

په دغو سیالیو کې د اوزبېکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ايران، ترکيې هېوادونو ورزشکاران برخه لري.

په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او د سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، دا لومړۍ ځل دی چې په کابل کې د شپږو هېوادونو په ګډون نړیوالې سیالۍ ترسره کوي.

نوموړي وويل چې یادې سیالۍ سبا پلېږي او درې ورځې به دوام ولري.

هغه زیاته کړه، په دې لوبو کې ۶۰ بهرني او ۱۰۰ داخلي ورزشکاران او پهلوانان برخه اخلي.

نوموړی وایي، افغانستان اوس امن دی نه یوازې د ورزش، بلکې په بېلابېلو برخو کې نړۍوال راتللی او له دغه هېواده لیدنه کولی شي.

هغه له نورو نړۍوالو ورزشي بنسټونو هم غوښتنه وکړه، څو راشي او په افغانستان کې په بېلابېلو ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه‌راز، په ياده غونډه کې د ايراني لوبغاړو استازي کوروش خسریان وویل چې ورزش د سولې او دوستۍ سمبول دی.

هغه زیاته کړه، دوی خوشحاله دي چې افغانستان ته راغلي او په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

د نوموړي په خبره، افغانستان کولی شي د بېلابېلو سیالیو کوربه‌توب وکړي.

په غونډه کې د تاجکستان استازي خورشید وویل، لومړۍ ځل دی چې په افغانستان کې د غېږنیونې سیالیو کې ګډون کوي.

هغه زیاته کړه، دوی یادو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی او هڅه کوي چې ښې لوبې ترسره کړي.