Language

غزني کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ او واعظ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قومانداني خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار په «کوټې» سیمه کې د باروړونکي او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دویمه پېښه واغظ ولسوالۍ ته پر غځېدلي سړک د کډوالو ښارګوټي ته نږدې د یوه موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.