Language

پروان کې د درې کاله مخکې د قتل یوه قضیه؛ تورن کس د پکتیا پولیسو نیولی

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي، هغه یو کس چې درې کاله مخکې یې په پروان ولایت کې د خپل تره د کورنۍ دوه غړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو، نیولی دی.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې یاده پېښه درې کاله مخکې په پروان ولایت کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه او نیول شوي کس د خپل تره د کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي وو.

امنیې قوماندانۍ ویلي چې نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.