Language

غزني کې ۲۴ قلمه لرغوني اثار موندل شوي

غزني ښار ( پژواک، ۶ غویي ۱۴۰۵): د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې یې ۲۴ لرغوني اثار موندلي او د غزني موزیم ته یې سپارلي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل چې دغه کشف شوي تاریخي او لرغوني اثار د دغه ولایت د مرکز اړوند په «اسفنده» سیمه کې وروستیو سېلابونو له خاورو راایستلي دي.

ده وویل چې په دغو لرغونو اثارو کې ۲۴ قلمه سفالي او لرغوني اثار شامل دي چې د اوبو د نلونو په بڼه دي.

د هغه په خبره، د دغو سفالي اثارو ترڅنګ، یو ډبرین لیکلی اثر هم موندل شوی چې پنځه ټوټې لري.

د یادونې ده چې غزني یو لرغونی ولایت دی او ډېر تاریخي ځایونه لري. له دې وړاندي هم په سلګونو تاریخي اثار په دغه ولایت کې تر لاسه شوي او د غزني ملي موزیم ته سپارل شوي دي.