کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، په کابل کې د دودیزې غېږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډونوالو هېوادونو له استازو او ورزشکارانو سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت غواړي د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ په بلازمېنه کابل کې پیل شوه او تېره ورځ پای ته ورسېده. په دې سیالیو کې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې څخه په کې ۶۰ بهرنیو لوبغاړو او دغه راز سلو کورنیو لوبغاړو ګډون کړی وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر، مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او اړیکې تاریخي وبللې او وېې ویل: «د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو.»
ده ویلي چې د لوبغاړو لپاره د ویزو او نورو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کیږي.
هغه ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دوديزو لوبو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
یاد وزارت لیکلي چې دغه لیدنه کې د هېوادونو ورزشي استازو د یادې جشنوارې په برخه کې د افغانانو د ښه مدیریت او ښې غیږنیونې ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ او ګډ کار ژمنې وکړې.