کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او تر ۸۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه د دوشنبې شپه ناوخته د جاکارتا ترڅنګ بکاسي ښار د اورګاډي په تمځای کې د یوه مسافر وړونکي او یوه ښاري اورګاډو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې تر اوسه د ۱۴ کسانو مړینه تایید شوې او ۸۴ نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډلې هڅې روانې دي څو هغه مسافر وژغوري چې د اورګاډي په پاتې شونو کې بند پاتې دي.
بل لور ته، د دې پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې او په دغه مسیر کې د مسافرو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.