کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، جرمني ۲۵ افغان کډوال ایستلي او په یوه چارټر الوتنه کې یې بېرته کابل ته رالېږلي دي.
شپیګل مجلې راپور ورکړی چې یاد کسان تېره شپه روان شوي او ټاکل شوې نن (سېشنبه) د کابل هوايي ډګر ته ورسېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ له بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې د دغو کډوالو ایستل تأیید کړي دي.
نوموړي ویلي: «افغانستان ته د مجرمینو منظم او معیاري استل د کډوالۍ د تګلارې د بدلون مهمه برخه ده. هغه کسان چې زموږ له ملاتړه ناوړه ګټه اخلي او دلته جرمونه کوي، باید زموږ هېواد پرېږدي.»
هغه ټینګار کړی چې جرمني به د کډوالو د استلو بهیر په تدریجي ډول پراخ کړي.
په راپور کې راغلي چې ډېری استل شوي کسان په مستقیم ډول له زندانونو هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې فرانسې خبري اژانس د غويي په لومړۍ نېټه د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې تمه ده د اسلامي امارت چارواکي په راتلونکو اونیو کې د اروپايي ټولنې له هېوادونو د افغانانو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته سفر وکړي.