شبرغان (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د جوزجان د امو دریا نفتي حوزې اړوند د زمردسای ساحه کې له پنځو څاګانو د نفتو استخراج پیل شوی او هره ورځ ترې شاوخوا ۵۰۰ مترمکعب نفت ترلاسه کېږي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان نن (سېشنبه) وویل چې په دې ساحه کې ټولټال ۱۲ څاګانې کیندل شوې دي چې له ډلې یې پنځه څاګانې په رسمي ډول فعالې شوې او د نفتو استخراج ترې پیل شوی دی.
د هغه په خبره، له دغو پنځو څاګانو هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ مترمکعب نفت استخراجېږي او د پاتې اوو څاګانو د فعالولو هڅې هم روانې دي.
هغه زیاته کړه چې د ټولو ۱۲ څاګانو له فعالېدو سره به د نفتو ورځنی تولید شاوخوا ۱۲۰۰ ټنو ته لوړ شي.
افغان وویل، د امو دریا نفتي حوزه کې د فعالیتونو پراختیا کولی شي د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
بلخوا، د دې پروژې یو تخنیکي مسوول انجنیر نصیرالدین وايي: «دا ټولې ۱۲ څاګانې د افغان متخصصینو له خوا او د موجوده امکاناتو په کارولو سره کیندل او سمبال شوې دي. موږ توانېدلي یو چې پرته له بهرني ځواکه د دې پروژې د استفادې پړاو ته ورسېږو، چې دا د هېواد د انرژۍ برخه کې یوه مهمه لاستهراوړنه ده.»
هغه زیاته کړه چې دا مهال یادې څاګانې د استخراج لپاره بشپړې چمتو دي او د ورځني تولید ظرفیت یې شاوخوا ۵۰۰ ټنه نفتو ته رسېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د کار ټول پړاوونه د تخنیکي معیارونو او خوندیتوب اصولو په پام کې نیولو سره ترسره شوي او هڅې روانې دي چې په راتلونکي کې د تولید ظرفیت نور هم لوړ شي.
په همدې حال کې، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغو څاګانو فعالېدل د دوی لپاره ډېر اهمیت لري؛ ځکه چې د سیمې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او د کورنیو اقتصادي وضعیت ورسره ښه کېږي.
د شبرغان ښار یوه اوسېدونکې فوزیې وویل: «موږ خوښ یو چې افغان متخصصینو خپله دا پروژه مخته وړې ده. دا ښيي چې زموږ هېواد د خپلو طبیعي سرچینو د کارولو وړتیا لري.»
هغې زیاته کړه چې د سیمې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول د دې پروژې له مهمو لاستهراوړنو ده.