کابل (پژواک، ۲۸غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې انګیلستان، کولمبیا او ګانا لوبې وګټلې، دغهراز پرتګال او کانګو لوبه مساوي کړه.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د پرتګال او کانګو، انګلیستان او کرواسی، اوزبېکستان او کولمبیا، ګانا او پاناما ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې یوه لوبه د پرتګال او کانګو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې یو یو مساوي پای ته ورسېده.
په یاده لوبه کې د پرتګال لپاره یوازېنی ګول جواو نوس وواهه او د کانګو لپاره بیا یوان ویسا ګول ترلاسه کړ.
نړۍوال جام کې انګلیستان بیا کرواسی ته ۴ پر ۲ ماته ورکړه.
په یاده لوبه کې د انګلیستان په ګټه هري کین دوه، جوډ بېلینګهم او مارکوس راشفورډ یو یو ګولونه ووهل.
همدارنګه په دې لوبه کې مارتین باتورینا او پیتار موسا د کرواسی لپاره یو یو ګول وواهه.
دغهراز په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د اوزبېکستان او کولمبیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر ۱ کولمبیا وګټله.
په یاده لوبه کې ډانیل مونوز او لوئیس دیاز د کولمبیا په ګټه ګولونه ووهل.
یاده سیالۍ کې بیا د اوزبېکستان لپاره یوازېنې ګول عباس بیک فیضالله اوف وکړ.
په یادو سیالیو کې بله لوبه د ګانا او پاناما لوبډلو ترمنځ وه چې یو پر صفر ګانا وګټله.
د ګانا لوبډلې په ګټه یوازېنې ګول محمد کودوس وواهه.