کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ الف «افغان ابدالیان» لوبډلې په درې اړخیزو سیالیو کې په خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د هند له الف لوبډلې ماتې وخوړه.
نننې لوبه چې په سریلانکا کې ترسره شوه پچه یې
افغان ابدالیان لوبډلې وګټله او لومړی یې د هند الف لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د هند الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣١٩ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې عبدالله احمدزي، فرمان الله ساپي او فریدون داودزي دوه-دوه او ظاهر خان د هند د الف لوبډلې یو لوبغاړي وسوځول.
افغان ابدالیان لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په ٣٧م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٨ منډې وکړې او د ١٠١ منډو په توپیر یې د هند الف لوبډلې ماتې وخوړه.
دغه راز د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې وې چې یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.