کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د ایران او نیوزلینډ، د مصراو بلجیم، د اسپانیا او کیپورډ لوبې مساوي شوې.
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او د مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د اسپانیا او کیپورډ، د مصر او بلجیم، د ایران او نیوزلینډ ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې یوه لوبه د اسپانیا او کیپورډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې صفر صفر مساوي پای ته ورسېده.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د مصر او بلجیم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې یو یو مساوي شوه.
د مصر لوبډلې لپاره یوازېنې ګول د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې اما عاشور وواهه.
همدارنګه په دې لوبه کې بیا د بلجیم لوبډلې په ګټه د لوبې په ۶۶مه دقیقه کې روملو لوکاکو ګول وکړ.
په یادو سیالیو کې بله لوبه د ایران او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ وه چې ۲- ۲ مساوي شوه.
د یادې لوبې په لومړۍ نیمایي کې ایران او نیوزلینډ یو یو ګول وکړ.
د نیوزلینډ لوبډلې لپاره لومړۍ ګول الیجاجسټ وواهه او د ایران لوبډلې په ګټه لومړۍ ګول رامین رضاییان ترلاسه کړ.
دغهراز، د لوبې په دویمه نیمایي کې بیا د ایران لپاره محمدمحبي ګول وواهه او د نیوزلینډ په ګټه بیا هم الیجاجسټ بل ګول وکړ.