ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ فرانسې له سنګال، ناروې له عراق او ارجنټاین له الجزایر څخه لوبې وګټلې

Boston Photograph: Buda Mendes/Getty Images

هجرت‌الله کاکړ

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۲

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۶غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې فرانسې سنګال، ناروې عراق او ارجنټاین الجزایر ته ماته ورکړه.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د فرانسې او سنګال، ناروې او عراق او ارجنټاین او الجزایر ترمنځ لوبې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې یوه لوبه د فرانسې او سنګال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر ۱ فرانسې وګټله.

په دې لوبه کې د فرانسې لپاره لوبډلمشر کیلیان امباپه دوه او برډلي بارکولا یو ګولونه ووهل.

دغه‌راز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د ناروې او عراق لوبډلو ترمنځ وه چې ۴ پر ۱ ناروې وګټله.

په دې لوبه کې ارلینګ هالنډ د ناروې لپاره دوه ګولونه وکړل او بل ګول بیا لیو اوسټیګارډ وواهه.

د عراق لوبډلې لپاره یوازېنې ګول ایمن حسین وواهه.

په یادو سیالیو کې بله لوبه د ارجنټاین او الجزایر ترمنځ ترسره شوه چې درې پر صفر ارجنټاین وګټله.

په یاده لوبه کې د ارجنټاین لپاره لیونل مسي درې ګولونه په ۱۷مه، ۶۰مه او ۷۶ دقیقو کې ووهل او د ګولونو «هیټ‌ریک» یې وکړ.