ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې

هجرت‌الله کاکړ

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۱

Views: ۴

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د سویس او کاناډا، د بوسنیا او قطر، د مراکش او هایټي، د برازیل او سکاټلنډ، مکسیکو او چک، د سوېلي افریقا او سوېلي کوریا لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې یوه لوبه د مراکش او هایټي لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۴ پر ۲ مراکش وګټله.

په دې لوبه کې د مراکش لپاره اشرف حکیمي، اسماعیل صیباري، سفیان رحیمي او جسیم یاسین ګولونه ووهل.

دغه‌راز، د هایټي لپاره بیا ویلسن ایسیدور ګول وکړ.

د بوسنیا او قطر لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه چې ۳ پر ۱ بوسنیا وګټله، د بوسنیا لپاره په دې لوبه کې کریم الاجبېګوویچ، سلطان البریک او ارمین مهمیچ یو یو ګول وواهه.

د قطر لپاره یوازېنې ګول حسن الهیدوس وکړ.

همدارنګه په دغو لوبو کې د سویس او کاناډا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې ۲ پر ۱ سویس وګټله.

د سویس لپاره روبن ورګاس او جوهان منزامبي یو یو ګول وواهه او همدارنګه د کاناډا لپاره بیا یوازېنی ګول پرامیس ډیویډ ترلاسه کړ.

دغه‌راز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د برازیل او سکاټلنډ لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۳ پر صفر برازیل وګټله.

د برازیل لوبډلې لپاره وینیشیوس جونیور دوه او ماتیوس کونیا یو ګولونه ووهل.

په یادو سیالیو کې د مکسیکو او چک لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې ۳ پر صفر مکسیکو وګټله.

په دې لوبه کې د مکسیکو لپاره ماتیو چاوېز، جولیا کوینونیس او الوارو فیدالګو یو یو ګول ترلاسه کړ.

دغه‌راز، په یادو سیالیو کې د سوېلي افریقا او سوېلي کوریا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې یو پر صفر سوېلي افریقا وګټله.

د سوېلي افریقا لوبډلې لپاره یوازېنې ګول تاپیلو ماسیکو وواهه.