ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ جاپان ټونس ته ماتې ورکړه

Photograph: Héctor Vivas/FIFA/Getty Images

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۳

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۳۱غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې جاپان څلور پر صفر ټونس ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او د مکسیکو په کوربه توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړیوال جام سیالیو په دوام نن سهار د جاپان او ټونس لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په دغه لوبه کې جاپان څلور پر صفر ګولونو په توپیر ټونس ته ماتې ورکړه.

د جاپان لپاره په دغه لوبه کې دایچي کامادا د لوبې په څلورمه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه، دویم ګول په ۳۱مه دقیقه کې ایاسي اویډا تر لاسه کړ، درېیم ګول په ۶۹مه دقیقه کې جونیا ایتو وواهه او څلورم ګول د لوبې په ۸۴مه دقیقه کې بیا ایاسي اویډا تر لاسه کړ.