ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ جرمني د عاج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۱

Views: ۳

کابل (پژواک، ۳۱غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې جرمني عاج ساحل ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې بل پړاو ته لار پیدا کړه.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او د مکسیکو په کوربه توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړیوال جام سیالیو په دوام نن سهار د جرمني او د عاج ساحل لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په دغه لوبه کې جرمني ۲ پر ۱ عاج ساحل ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل «حذفي» پړاو ته لار پیدا کړه.

د جرمني په ګټه دنیز اونداف دوه ګولونه ووهل او د عاج ساحل لوبډلې لپاره یوازینې ګول فرانک کسیه وواهه.

همدارنګه د جرمني لوبډلې سره افغان‌الاصله ندیم امیري هم لوبېږي چې نن یې د جرمني لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوبه.

د بي بي سي د راپور له مخې، نديم اميري د جرمني تابعيت لري او په خټه افغان دی، نوموړی د ۱۹۹۶ کال د اکټوبر پر ۲۷ د جرمني لودویګسهافن ښار کې زيږېدلی دی.