کابل (پژواک، چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې اسپانیا عربستان او مصر نیوزلینډ ته ماتې ورکړه، ایران او بلجیم، یوروګوای او کیپورډ لوبې مساوي کړې.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د اسپانیا او عربستان، ایران او بلجیم، یوروګوای او کیپورډ، د مصر او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې یوه لوبه د اسپانیا او عربستان لوبډلو ترمنځ وه چې ۴ پر صفر اسپانیا وګټله.
په دې لوبه کې د اسپانیا لپاره لامین یامال د لوبې په ۱۰مه دقیقه کې ګول وواهه، ورپسې میکل اویارزابال په ۲۱مه دقیقه کې دویم ګول ترلاسه کړ. دغهراز میکل اویارزابال د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې بل ګول وواهه.
همدارنګه په دې لوبه کې اسپانیا څلورم ګول د لوبې په ۴۹ دقیقه کې ترلاسه کړ.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د ایران او بلجیم لوبډلو ترمنځ وه چې صفر صفر مساوي پای ته ورسېده.
په یادو سیالیو کې د یوروګوای او کیپورډ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې ۲ پر ۲ مساوي شوه.
په دې لوبه کې د کیپورډ لوبډلې په ګټه کیون پینا د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه او هېلیو واریلا د لوبې په ۶۱مه دقیقه دویم ګول ترلاسه کړ.
همدارنګه د یوروګوای لوبډلې لوبغاړي ماکسي اراوخو د لوبې په ۴۳مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لپاره لومړۍ ګول وواهه او اګوستین کانوبیو د لوبې په ۴۵مه دقیقه کې دویم ګول وکړ.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بله لوبه د مصر او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ وه چې ۳ پر ۱ مصر وګټله.
په دې لوبه کې د مصر په ګټه مصطفی زیکو د لوبې په ۵۸مه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه، محمد صلاح په ۶۷مه دقیقه کې دویم ګول وکړ او محمود تریزیګي په ۸۲مه دقیقه کې د مصر لپاره درېیم ګول ترلاسه کړ.
دغهراز، د نیوزلینډ لوبډلې لپاره بیا یوازېنی ګول د لوبې په ۱۵مه دقیقه کې فین سورمن وواهه.