ژبه

له شارجې کراچۍ ته روانه یوه باروړونکې الوتکه ورکه شوې؛ د لټون عملیات روان دي

احمد صهيب حسرت

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۸

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵): پاکستاني چارواکو ویلي، یوه «۷۳۷ بوینګ» باروړونکې الوتکه چې پنځه‌کسیزه عمله یې لرله، د متحده عربي اماراتو له شارجې کراچۍ ته د الوتنې پر مهال د عرب سمندر پر سر له راداره ورکه شوې او د موندلو لپاره یې د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (PAA) ویلي، دغه بار وړونکې الوتکه چې په«K2 Airways»  شرکت پورې اړه لري، پر ځايي وخت د شپې نهه بجې او ۱۸ دقیقې په نیویګېشن سیستم کې د ستونزې خبر ورکړی و.

د راپور له مخې، د رادار معلومات ښيي چې الوتکې د شپې شاوخوا نهه بجې او ۲۱ دقیقې په ناڅاپي ډول خپل لوړوالی له لاسه ورکړی او د الوتنې مسیر یې هم په غیرعادي ډول بدل شوی دی. لږ وروسته، د کراچۍ لوېدیځ ته شاوخوا ۱۵۵ سمندري میله (۲۸۷ کیلومتره) واټن کې ورسره راډیويي او راداري اړیکه پرې شوې ده.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، د الوتکې له ورکېدو وروسته د ژغورنې د عملیاتو د همغږۍ مرکز فعال شو او د اړوندو ادارو په همکارۍ یې په عرب سمندر کې د لټون عملیات پیل کړل.

د هوايي چلند کارپوه عمران اسلم د «ARY News» شبکې ته ویلي، د الوتکې د ورکېدو لامل لا هم نه دی څرګند. د هغه په خبره، ان که د الوتکې انجن هم له کاره ولوېږي، الوتکه معمولاً د یو څه مودې لپاره الوتنې ته دوام ورکوي او ناڅاپي لوېدل یې غیرعادي خبره ده.

پاکستاني چارواکو زیاته کړې چې د دغه هېواد سمندري او هوايي ځواکونو د الوتکې موندلو لپاره سیمې ته څو بېړۍ او الوتکې استولې دي. همداراز، د پاکستان د ملي بار وړونکي شرکت یوه سوداګریزه بېړۍ هم په دغو عملیاتو کې برخه لري.

«K2 Airways»  په کراچۍ کې مېشت خصوصي باروړونکی شرکت دی چې په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی. چارواکي وایي، د الوتکې د ورکېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم او د هغې د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.