ژبه

د ا.ا مشر پر یووالي، د منکراتو پر مخنیوي او د نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

احمد صهیب حسرت

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۱

Views: ۱

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر شیخ هیبت‌الله اخندزاده د کندهار له یو شمېر علماوو سره په غونډه کې د اسلامي نظام پر پیاوړتیا، خلکو ته پر دیني لارښوونو، د منکراتو پر مخنیوي او د یووالي پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې شیخ هیبت‌الله اخندازه د کندهار د ولسوالیو او د ښار د حوزو د یو شمېر علماء کرامو لپاره د اسلامي نظام د استحکام او تقویې په هدف په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت زعیم په دې غونډه کې ویلي چې علما د دین رسولو، تشریح، دفاع او خلکو ته د دیني لارښوونو برخو کې دروند مسوولیت لري؛ باید د منکراتو د مخنیوي او د جاهليت رواجونو د له منځه وړلو لپاره په ټینګه اراده کار وکړي، ځکه اوس د شریعت د عملي کېدو او د دین د خدمت لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

هغه زیاته کړې چې علماء کرامو په هر وخت  او زمان کې د دین، اسلام او شریعت د احیاء او راپورته کولو لپاره محنت کړی او په سختو شرایطو کې یې دین راپورته کړی او تر خلکو یې رسولی دی.

ده ویلي: «الله پاک دین او اسلام علماء کرامو او امیرانو ته سپارلی او دوی یې په ساتنه مکلف کړي دي چې امیران به دین، اسلام او شریعت په خپل قوت سره ساتي او علماء کرام به یې په بیانولو د شرعي احکامو او تر خلکو پوري په رسولو سره ساتي، علماء کرام په شرعي امورو کې اولو الامر دي او خلک به یې اطاعت کوي او امیران په سیاسي، جهادي، او اصلاحي امورو کې د شریعت مطابق اولو الامر دي که دغه دواړه صنفونه اصلاح وي او خپلي وظیفې په سمه توګه سرته ورسوي نو به ټول خلک اصلاح وي.»

هغه زیاته کړې: «د الله جل جلاله لوی نعمت دی چې اوس مسلمانان داسي نظام لري چې هغه خلکوته امر په شریعت کوي، نن په افغانستان کې الله پاک شرعي نظام راوستلی دی او د شرعي امیر بیعت، د مسلمانانو په اتفاق او د جهاد له لارې راغلی دی، نو اوس علماء کرامو ته الله پاک ښه فرصت ورکړی دی چې دوی یو د بل سره محبت وکړي، یو پر بل اعتماد ولري، ترڅو د ښمن ستاسو په منځ کې د هیڅ ډول تفرقې اچولو موقع او ځای پیدا نکړي، کوښښ وکړئ هم خپله او هم په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ ترڅو وحدت نور هم محکم شي او د فتنو دروازې بندي شي.»

شیخ هیبت‌الله اخندزاده ویلي، علما دې د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د دین په احیا کې بشپړه همکاري وکړي، خلک دې له بې‌ګټې بوختیاوو راوګرځوي، د هغوی لپاره دې د زده‌کړو او سالمو فعالیتونو زمینه برابره کړي، د زده‌کوونکو تعلیم او تربیې ته دې جدي پام وکړي او د اسلامي امارت فرمانونه او قوانین دې له ارزښت او موخو سره خلکو ته تشریح کړي.

هغه علماوو او مسوولینو ته د تقوا، عاجزۍ او د خلکو د هدایت وسیله کېدو سپارښتنه وکړه او ویې ویل، د مشرانو د بریا او پر دین د ټینګښت لپاره دې دعا وکړي.