ژبه

پنټاګون: له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

احمد صهیب حسرت

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۷

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا دفاع وزیر وايي، له ایران سره د دغه هېواد د جګړې لګښت تر اوسه ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او پنټاګون د پوځي عملیاتو د دوام لپاره لا ډېرې بودجې ته اړتیا لري.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسټ د سې‌شنبې په ورځ کانګرېس ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل، په دغه رقم کې هغه اټکل شوي لګښتونه هم شامل دي چې د روان کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې شوي وو.

د سرچینې د راپور له مخې، لا هم روښانه نه ده چې پنټاګون د ۳۷.۵ میلیارد ډالرو رقم څنګه محاسبه کړی دی. له دې مخکې یوې سرچینې ویلي وو چې یوازې د جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې د امریکا لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارد ډالر لګښت راغلی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت له کانګرېسه د نږدې ۹۰ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې وه چې ډېره برخه به یې د ایران جګړې ته ځانګړې شي. هېګسټ هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د دفاع وزارت د ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودجې د تصویب غوښتنه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو او ډیموکراتو استازو د جګړې پر مدیریت او د ټرمپ د حکومت د موخو او پلانونو په اړه د معلوماتو پر کمښت نیوکه کړې ده.

امریکايي چارواکي وايي، تر اوسه په ایران کې د جګړې پر مهال د دغه هېواد ۱۸ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۳۰ نور ټپیان شوي دي. د یادونې ده، د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند د روانې میاشتې په لومړیو کې مات شو او له هغه راهیسې دواړو لورو پر یو بل هره ورځ بریدونه کړي دي.