ژبه

د جګړې لسمه ورځ؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی

Centcom / Reuters

سهراب سروری

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۳

Views: ۲۰

کابل (پژواک، ۳۰ سرطان ۱۴۰۵): امریکا وايي، پر ایران تازه بریدونو کې یې د دغه هېواد د پوځي قوماندانۍ مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه او هوايي دفاعي سیسټمونه په نښه کړي؛ ورته مهال، د ایران پوځ او سپاه پاسداران وايي، د دغو بریدونو په غبرګون کې یې په کویټ او اردن کې د امریکا پوځي اډې ویشتلې دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر ایران یې د تازه بریدونو یو پړاو د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د ختیځ پر وخت د شپې ۹ بجې ترسره کړی دی.

سنټکام ویلي چې امریکايي ځواکونو په دغو بریدونو کې د ایران د پوځي قوماندانۍ مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او هوايي دفاعي سیسټمونه په نښه کړي، څو له هرمز تنګي د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د دغه هېواد د بریدونو وړتیا راکمه کړي.

دې قوماندانۍ ادعا کړې چې د دغه مهم نړۍوال سمندري دهلېز له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ لا هم دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د مې میاشتې له پیله راهیسې،  امریکايي ځواکونو د شاوخوا ۹۰۰ سوداګریزو بېړیو او ۴۵۰ میلیونه بېرله خامو تېلو په لېږد کې مرسته کړې ده.»

په مقابل کې، سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د «نصر ۲ عملیاتو د ۲۴مې څپې» په دویم پړاو کې یې په کويټ کې د امریکا پر یوې اوږد واټنه راداري اډې، د مخابراتو او سپوږمکۍ د ترلاسه کولو پر یوه مرکز او د امریکا د پوځ پر یوه توغندیز دفاعي رادار د ایران له خوا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او دغه مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د «علي السالم» په پوځي اډه کې د MQ9 بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې پر یوه کمپ هم برید شوې او یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې ویجاړې یا سختې زیانمنې شوې دي.

د ایران د پوځ د عامه اړیکو ادارې هم ویلي چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې، د «صاعقه عملیاتو» په ۱۹م پړاو کې یې په کويټ کې د «عریفجان» په پوځي اډه کې اداري ودانۍ او د سمت‌موندنې انتنونه، په «العدیري» کمپ کې د چورلکو د پارکینګ او د «احمد الجابر» په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ودانۍ د خپلو انتحاري بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړې دي.

د ایران پوځ زیاته کړې چې د امریکا د بریدونو له امله په سیمه کې امنیت ګډوډ شوی او دوی هڅه کوي چې سیمې ته امنیت او ارامي بېرته راولي.