ژبه

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې اووه کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۷

Views: ۲۸

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وایي چې د روسیې د توغندیزو او هوايي پراخو بریدونو له امله په کي‌یف، خارکیف او زاپوریژیا ښارونو کې لږ تر لږه اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ نور ټپیان  شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کي‌یف د بالستیک توغندیو پراخ برید ترسره کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې په دغه برید کې ۴۱ بېلابېل توغندي او ۱۲۵ بې‌پیلوټه الوتکې کارولې دي. د اوکراین پوځ ادعا کړې چې ۱۸ توغندي او ۱۰۸ بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.

د کي‌یف ښاروال ویټالي کلیچکو ویلي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزې ودانۍ، ګودامونه، یو ستر پلورنځی، لیلیه او د مټرو یو تمځای زیانمن شوي دي. د هغه په خبره، د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

همدارنګه، خارکیف ښار ته نږدې پر یوه پُستي مرکز جلا برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې د زاپوریژیا ښار پر استوګنیزو ودانیو د روسیې هوايي بریدونو کې هم لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، او تر کنډوالو لاندې د احتمالي بند پاتې کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي د هوايي دفاعي تجهیزاتو کمښت ته په اشاره ویلي چې د بالستیک توغندیو پر وړاندې دفاع دا مهال د دغه هېواد تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

روسیې په وروستیو اونیو کې پر کي‌یف او د اوکراین پر نورو ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه زیات کړي دي.