ژبه

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Jehad Alshrafi /AP

سهراب سروری

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۶

Views: ۲۴

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر دوو استوګنیزو سیمو د اسرائیلو بریدونو کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلو پرون (شنبه) د غزې دوه استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، یوې جنګي الوتکې د النصر په سیمه کې یوه اپارتمان بمبار کړی او د همدې سیمې ترڅنګ د الزیتون پر سیمه توغندي لګېدلې دي.

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې په النصر سیمه کې د یوه اپارتمان پر دویم پوړ دوه توغندي لګېدلي چې له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، په ګڼې‌‌ګونې په ډ‌که یاده سیمه کې ګڼ نور کسان هم ټپیان شوي، خو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی.

سرچینو زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي او خبرداری یې ورکړی چې د وژل شوو شمېر ښايي لوړ شي.

د راپور له مخې، روغتیايي سرچینو همداراز ویلي چې د پرون ورځې په لومړیو کې د اسرائیلو په توپچي برید کې د غزې ښار د الزیتون سیمه کې درې نور کسان هم وژل شوي دي.

د یادونې ده، سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د اوربند هوکړه شوې وه، د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونه لا هم دوام لري.

الجزیرې د غزې د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اوربند له پیله تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶۰ ماشومان وژل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د اسرائیلو پنځه سرتېري هم وژل شوي دي.