ژبه

برلین کې د موټر وهلو پېښه؛ یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان شوي

احمد صهیب حسرت

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۴

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د جرمني چارواکي وایي، د برلین ښار د «کریسټوفر سټریټ ډې» کلني مراسمو ته څېرمه یو موټر د خلکو پر ټولي ورغلی چې له امله یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پر ځايي وخت تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د براندنبورګ دروازې ته څېرمه په «تیرګارټن» پارک کې شوې ده. یو موټر د خلکو منځ ته له ننوتلو وروسته څو کسان وهلي او بیا له یوې ونې سره ټکر شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د ټپیانو له ډلې اته کسان سخت ټپیان شوي او د درېیو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ او نازک بلل شوی دی.

د سرچینې په خبره، له پېښې وروسته د «کریسټوفر سټریټ ډې» کلني مراسم چې په سلګونو زرو کسانو پکې ګډون کړی و، ودرول او د ژغورنې او امنیتي ځواکونو سرتېري سیمې ته واستول شول.