کابل (پژواک، ۱۱ اسد ۱۴۰۵): روسي چارواکي وایي چې د مسکو ښار په مرکز کې په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
تاس خبري اژانس د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنه تېره شپه د مسکو ښار په مرکز کې په یوه رستورانت کې شوې ده.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت په لومړني راپور کې ویلي وو چې په دې پېښه کې درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي؛ خو د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې وروسته د ټپیانو شمېر ۲۱ تنه اعلان کړ.
د راپور له مخې، یوې ناپېژندل شوې ښځې هڅه کوله چې په لاس جوړ شوی چاودېدونکی توکی رستورانت ته دننه کړي، خو امنیتي ساتونکي یې د ننوتلو مخه ونیوله.
د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ویلي چې په دې چاودنه کې یو امنیتي ساتونکی، شکمنه ښځه او رستورانت ته ورغلی یو تن وژل شوي دي.
روسي چارواکو ویلي چې د دې پېښې د ټولو اړخونو او انګېزې د روښانه کېدو لپاره پلټنې او څېړنې روانې دي.