کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره زمري میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اسنادو نشتوالي، خپلسري انتقال، د تخنیکي مسوول او پر درملو د بیو سټېکرونو نشتوالي له امله ۱۲۸ درملتونونه تړل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د څارنې او پلټنې مسوولینو د روان کال د زمري میاشتې په جریان کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۷۲۱ درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ.
سرچینې زیاته کړې، د ترسره شوي نظارت په پایله کې ۲۲ درملتونونه د قانوني اسنادو نشتوالي، ۴ د خپلسري انتقال، ۲۰ د تخنیکي مسوول نشتوالي او ۳۴ د درملو د بیو سټیکر نه لګولو له امله وتړل شول.
دغه وزارت ویلي، همدارنګه ۴۸ بابه درملتونونه د GSK شرکت د درملو موجودیت له امله وتړل شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۷۰۸ قلمه د GSK شرکت درمل او قاچاقي درمل راټول او د له منځه وړو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
د معلوماتو له مخې، GSK د درملو او واکسینونو یوه برېټانوي کمپنۍ ده چې د بېلابېلو ناروغیو لپاره درمل جوړوي.