ژبه

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې له اوزبېکستان څخه ماته وخوړه

Khwaja Nasir Sideqi

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۹

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال قبیله‌یي شپږم پړاو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه اوزبېکستان ته وبایله.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د قبیله‌یي شپږم پړاو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ازبیکستان ته ۴ پر ۱ وبایلله.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا پنجشنبه له مغولستان سره تر سره کړي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربه‌توب د دغه هېواد په پلازمېنه بیشکیک کې د ۱۰۶ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي.

دغه سیالۍ د اګسټ په ۳۱مه پیل شوې او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۷مې دوام وکړي.

کاکړ

#وزلوبه #افغانستان #ورزش #ملي_لوبډله #Buzkashi #Afghanistan #Sports #NationalTeam