ژبه

حوثیانو په سره سمندر کې دوه نور ستراتیژیک ټاپوګان نیولي

AP

Khwaja Nasir Sideqi

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۷

Views: ۴

 کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د یمن حوثیانو په سره سمندر کې دوه نور ستراتیژیک ټاپوګان نیولي؛ د دوی دغه پرمختګ هغوی په جیبوتي کې د امریکا د پوځي اډې تر شاوخوا ۳۲ کیلومترۍ پورې رسولي دي.

اسوشیټېډ پرېس نن (دوشنبه) د یمن د حکومت د چارواکو او حوثیانو په حواله راپور ورکړی چې له دغو ټاپوګانو د حکومت اړوند د سلګونو ځواکونو له شاتګ وروسته، حوثي ځواکونه په دوو هنیش ټاپوګانو کې ځای پر ځای شوي دي.

د راپور له مخې، دغه ټاپوګان د باب‌المندب تنګي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري؛ هغه مهمه سمندري لار چې اسیايي بازارونو ته د سعودي عربستان د نفتو د لېږد له مهمو مسیرونو څخه شمېرل کېږي او له هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ له کمېدو سره یې اهمیت نور هم زیات شوی دی.

د حوثیانو دغه پرمختګ وروسته له هغه رامنځته شوی چې هغوی تېره اوونۍ د یمن په ساحل کې د «مخا» بندري ښار او د باب‌المندب تنګي دننه «میون» ټاپو هم نیولي وو. اسوشیټېډ پرېس لیکلي، د حوثیانو وروستیو پرمختګونو هغوی په جیبوتي کې د امریکا پوځي اډې ته شاوخوا ۳۲ کیلومتره نږدې کړي دي.

جیبوتي د افریقا په ختیځ کې پروت هېواد دی چې د سره سمندر او عدن خلیج ترمنځ مهم جغرافیایي موقعیت لري.

په راپور کې راغلي چې د «سعودي عربستان ملاتړي ځواکونه» د حوثیانو د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي، خو تر اوسه د دغو سیمو د نیولو پر مهال حوثیان له لږ مقاومت سره مخ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د باب‌المندب په شاوخوا کې د حوثیانو د حضور پراخېدل کولای شي د سعودي عربستان د نفتو پر لېږد فشار زیات کړي او په پایله کې د نفتو پر نړیوالې عرضې او بیو اغېز وکړي.