کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملیکنه پای ته رسېدلې او له زرړ ډېرو لوبغاړو نومونه ثبت کړي چې ۵۰۰ یې بهرنیان دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نن پژواک ته وویل چې د افغانستان کرکټ شلاوریز غوره لیګ «APL» دویم پړاو سیالیو لپاره له ۱۰۰۰ څخه ډېرو لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، په یادو لوبغاړو کې ۵۰۰ یې بهرنيان دي.
د نوموړي په خبره د یادو سیالیو لپاره نوملیکنه د روانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وه او په ۱۹مه پای ته ورسېده.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.
دغهراز، د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې ګدون کوي.
د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.