زرنج (پژواک) – د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي چې د ورښمو پله او میلک بندر له لارې د ترانزیټي موټرو تګ راتګ د لومړي ځل لپاره ۲۴ ساعته شو.
د نیمروز د والي د دفتر رییس سیفالله محمدي پژواک ته وویل، د دغه ولایت د کمېسارۍ، ترانسپورټ او ګمرک برخو مسوولین چمتو دي چې د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې موټرچلوونکو او سوداګرو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د هغه په خبره، له دې مخکې هره ورځ له دې لارې د وارداتي او صادراتي توکو لېږدوونکو تر ۴۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه؛ خو د ۲۴ ساعته فعالیت له پیل سره، د دغو موټرو شمېر په ورځ کې ۸۰۰ ته لوړ شوی دی.