کابل (پژواک) – د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د ریاستالوزراء مقام د دفتر له عمومي رئیس ملا عبدالواسع سره په ویډیويي کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره به پاکستان ته سفر وکړي؛ بلخوا، ملا عبدالواسع د ستونزو پر سولهییز حل او له هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی.
د ریاستالوزرا د عمومي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې ویډیويي کنفرانس کې د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس له افغانستان سره د برېتانیا د بشري مرستو او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو د حل او د اړیکو د ښه کولو په برخه کې د برېتانیا او نورو هیوادونو له هڅو مننه کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، ملا عبدالواسع څرګنده کړې چې افغانستان د خپلو ملي ګټو او متقابل درناوي په رڼا کې له ګاونډیو، د سیمې او ټولو هېوادونو سره د نیک تعامل او ګډو همکاریو غوښتونکی دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې اسلامي امارت د سیمهییز ثبات او سولې ملاتړ کوي.
ورته مهال، د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي چې دوی د سیمې روان وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او اړیکو د عادي کولو په تړاو یې له دواړو لورو سره لیدنې او سلا مشورې کړې.
نوموړي زیاته کړې چې د اړوند موضوعاتو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي څو د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.










