اروزګان ولایت کې د یوې غونډې ګډونوالو له حکومتي او غیرحکومتي ادارو وغوښتل چې ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي او د ګومارنې پرمهال د اړیکو پرځای وړتیا په پام کې ونیسي.
د لوګر ولایت حکومتي مسوولینو د ازادو رسنیو او خبریالانو فعالیت اغېزناک بللی او د هغوی پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
د ننګرهار عدليې رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د موټر پلورنځيو اتحاديه او ۱۳ موټر پلورنځي د قانوني اسناد نه درلودو له امله تړلي دي.
د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال وايي، له ځوانانو دې د حکومت په چارو کې په کافي اندازه کار واخیستل شي او له ځوانانو یې غوښتي چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي او په پردیو پسې دې نه ځي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار حیرتان درې لارې کې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې، سړک او یوه جومات جوړولو چارې پیل شوې.
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ «د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې» په مالي همکارۍ نن د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د سمنګان – بلخ پر عمومي لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د غزني ښاروالي وايي چې د لس میلیون افغانیو په لګښت یې د غزني ښار د واټونو رڼا کولو په موخه د څراغونو نصبولو چارې پيل کړې دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري یو ځل بیا په جلالاباد ښار کې د درملنې په موخه پر نشهيي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د بېلاروس هېواد یوه شرکت د افغان انجینرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د غزني ولایت پر نشهيي توکو د روږدو درملنې په ۵۰۰ بستریز مرکز کې روږدو ته د سواد زدهکړې کورسونه پيل شوي دي.
د خوست والي وایي، ځوانان دې له پردي کلتورونو ځانونه وساتي او خپل کلتور ته دې ارزښت ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP