ایبک (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د سمنګان – بلخ پر عمومي لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د حضرت سلطان ولسوالۍ د ډبرو سکرو مارکېټ په مربوطاتو کې د سمنګان – بلخ پر عمومۍ لار ترافیکي پېښه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، یاده پېښه د کرولا موټر او یو موټرسایکل د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او د دوو ښځو په ګډون نهه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، د سمنګان د ولایتي روغتون امر ډاکټر سیدعثمان حمیدي وايي چې د درېیو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دغه روغتون د ډاکټرانو تر جدي درملنې لاندې دي.
ځايي مسوولین د پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن