د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه شوي دي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې د دغه وزارت د محتسیبینو له لوري یوه معلوله نجلۍ د خپل ورور له بنده را خلاصه شوه.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د الاقصی جومات په بڼه، د الفتح په نوم جومات جوړ شو.
د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند قلعه ټکه نواباد سیمه کې ۱۴ کورنیو د «پیریانو» له لاسه خپل کورونه پرېیښي دي.
افغانه پاراتکواندوکاره ذکیه خدادادي د پاریس پارالمپیک سیالیو کې برنزو مډال ګټوونکې شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، افغان پلاوي په عشقاباد کې له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي، ټاپ، ریلپټلۍ، نوري فایبر، د نفت او ګازو او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې کړې دي.
ځایي سرچینې وایي، په خوست ولایت کې د څلورو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې خو ځيني لوبغاړي د دې لوبې د معیاري لوبغالي جوړېدو غوښتنه کوي.
د پروان ولایت امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۹۰۰ امنیتي کامرې نصب او له مرکزي څارخونې سره وصل شوې.
د ملي دفاع وزارت د لوجستیک رییس ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان د هوایي حریم د دفاع او فضایي کنټرول لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او پلان لري دا تجهیزات له روسیې وپېري.
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې له اسلامي امارت غوښتي څو د نجونو زدهکړو او د ښځو کار په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د «فتحې درېیمې کالیزې» سرلیک لاندې مشاعره وشوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP