د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د ټول هېواد په کچه ۴۰ زره نوي ښوونکي پر دندو ګوماري.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۱۵ بېلابېل ډول وسلې نيول شوې دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به يې په راتلونکو شاوخوا درې مياشتو کې تکمیل شي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په بامیان ولایت د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
اروزګان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې سل کسان چې ۸۰ یې ښځې دي د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
لغمان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې.
د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي چې سږ کال په دې ازموینه کې ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی او ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان به د لوړو او نیمهلوړو زدهکړو موسسو ته لار ومومي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېرېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله د ۱۶۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي سره په لیدنه کې هیله ښودلې څو د مالي او بانکي تحریمونو لرې کولو او د نشهیي توکو د بدیل کښت برخو کې لا ډېر پرمختګ وشي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د جوزجان – بلخ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.