Language

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي

شبرغان (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د جوزجان – بلخ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د جوزجان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، یاده پېښه د شبرغان ښار د هوايي ډګر له درې لارې سره هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو سویفټ موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د نوموړي په خبره، د دې پېښې ټول ټپيان چې د سویفټ موټر سپرلي دي، روغتون ته انتقال شوي چې د درېیو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د یادونې ده، دغه ډول پېښې د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Related Topics