رسنیو راپور ورکړی چې شاید د «اېسایوي» په نوم افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې د صدور پروسه د روان میلادي کال تر پایه بنده شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر سره لیدلي او دواړو لورو د سیاسي اړیکو برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د غور سیمهییز مسوولین وایي چې د سختو واورو او توپان له امله د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چې ترکمنستان ته د سفر پر مهال یې د دغه هېواد له چارواکو سره د ټاپي پروژې او لاجورد لارې جوړولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تخنیکي پلاوي چابهار کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کې د سوداګرۍ برخه کې د شته ستونزو او له چابهار بندره د غوره او اغېزناکه استفادې په اړه خبرې کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هرات نړۍوال هوايي ډګر له درېيو ورځو وروسته د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د یوې غونډۍ ښویېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي سخت ټپیان شوي دي.
د بنګلهدېش د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد پلازمېنه ډاکا کې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۴۴ کسان مړه شوي دي.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
بوستون پوهنتون وايي، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دغه پوهنتون د «افغانستان مېرمنو اقتصادي مقاومت» تر نوم لاندې یوه ناسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږېکوونکې ادارې یا اوچا ویلي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه د راستنو شوو افغانانو شمېر له ۵۰۰ زرو څخه اوښتی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختې واورې او تېز باران ورېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.