<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲): د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختې واورې او تېز باران ورېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">یاد ریاست په یوې اعلامیه کې خبر ورکړی چې د جمعې او شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه او ۱۴مه) په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، دایکنډی، هرات، غور، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدانوردګو، غزنی و سمنګان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د هوا پېژندنې ریاست د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ مليمترو او د واورې ورېدو کچه له ۱۵ څخه تر ۴۵ مليمترو اټکل کړې ده.</p>
<p style="text-align: justify;"></p>