په کابل ښار کې یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه له بېوزلو سره د مرستې په موخه ځينې ورځې وړیا خدمتونه وړاندې کوي؛ شنونکي دغه کار نیک ګام او بشرپالنه بولي او له نورو شخصي کلینیکونو هم د ورته اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کوي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد د درېیو بندرونو له لارې نږدې ۴،۵ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي چې له درکه یې څه باندې ۳ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د پاکستان بلوچستان ایالت کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا برید کې درېیو پاکستاني پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ FAO په مالي ملاتړ د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.
د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې د لومړۍ رسمي لیدنې پر مهال د خپلو سفارتونو پر بېرته پرانیستلو هوکړه کړې ده.
د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند خرقې شريفې ته څېرمه تېره شپه پر نشهیي توکو یوه روږدي کس خپله مېرمن وژلې او وروسته له کوره تښتېدلی دی.
د ماشومانو خوندیتوب ادارې، د ناروې کډوالو شورا او د ډنمارک کډوالو شورا نړۍوالو بنسټونو له اسلامي امارته غوښتي چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز دې لرې کړي.
پوهنې وزارت په داسې حال کې تر دوولسم ټولګي د هلکانو او نجونو زدهکوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې او د نظرپوښتنې لپاره یې اړوندو ریاستونو ته استولې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د یوې هوکړې له مخې به له ۶۳۰۰ ډېرو معلولینو ته د حرفوي زدهکړو، پیاوړتیا او فزیکي چوپړ ته د لاسرسي په برخو کې خدمات وړاندې شي.
د هلمند د موسیکلا ولسوالۍ په مرکز کې د بازار ٦،٣ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د بيبي ګوهر د سربو او جستو کان د استخراج چارې پيل شوې.