د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د هغو ودانیو ړنګولو چارې پيل شوې چې د ښاروالۍ د ماسټر پلان خلاف او په خپل سر جوړې شوې دي.
په ايټالیا کې د افغانستان سفارت وایي چې په دغه هېواد کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د مړه شوو ۴۸ افغانانو هویت تثبیت شوى دی.
د اسلامي همکاریو سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو د افغانانو ملاتړ لپاره پر دوهاړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
د غزني د مرکز اړونده د امیرمحمد خان کلا په سیمه کې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي چې کابو لس ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د لوګر، لغمان او کابل له څه باندې ۳۵۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو او زابل کې له ۱۱۶۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ځیني شنونکي وايي، اسلامي امارت ته د سفارتونو سپارل د رسمیت پېژندنې «یوه بڼه» ده، نور هېوادونه دې هم د تفاهم او همکارۍ لار وټاکي او په دې سره به افغانستان له انزوا ووځي.
افغاني سره میاشت وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو او بېوزلو سره څه باندې ۳۴ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ټاکل شوی شارژدافیر فضلمحمد حقاني به نن په تهران کې د افغانستان سفارت چارې په رسمي ډول پر غاړه واخلي.
د پکتيا مستوفيت چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې ٢٠٨ ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالى ښيي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي د نوي ښوونیز کال په پيل سره له مسوولو دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې له شپږم پورته د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي دې بېرته پرانيزي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په را روان کال کې به په بدخشان ولایت کې ۴۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شي.
د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، د هغه شپون ۶۹ پسونه چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې وژل شوی و، له دوو ماشومانو – چې اووه کلن او نهه کلن دي – ترلاسه شوي دي.