د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.
بلخ کې د ١٢ کلنو فوټبال سيالۍ د ١٦ لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
ناپېژاندو وسلهوالو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې دوه کسان په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
نړۍوال بانک وايي، په تېر مېلادي کال کې د افغانستان په صادراتو، د توکو د بیو کنټرول، د افغانیو د ارزښت ساتل کېدو او د عوایدو په راټولولو کې ښهوالی راغلی دی.
په اروزګان کې له زرو کورنيو سره د خوراکي توکو او غور کې له سلو کورنيو سره د سون توکو او جامو مرسته وشوه.
د ننګرهار او کندهار ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سوېډن کې د یوه افراطي سیاستوال له لوري د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې لاريونونه وکړل.
چارواکي وایي، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د قاسم پله په سیمه کې پلار خپل ځوان زوی له هغه سره تر شخړې وروسته په ډزو وژلی دی.
په پکتیکا او زابل ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن او نيډرلینډ هېوادونو کې قرانکریم ته د شوي سپکاوي غبرګون کې لاریونونه وکړل او د سپکاويکوونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې ۱۰۰ میلیون نوي بانکنوټونه وېشلي چې په بدل کې یې له دغو بانکونو زاړه بانکنوټونه راټول کړي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل شو.
د اسلامي امارت د مشر د حکم پربنسټ د کار او ټولنیزو چارو او د ټولګټو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرست وزيران وټاکل شول.
د بشري حقونو د څار بنسټ په داسې حال کې د کرکټ په نړۍواله شورا کې د افغانستان د غړيتوب ځنډولو غوښتنه کړې چې دغې غوښتنې غبرګونونه پارولي دي.