Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برېښنا د ضایعاتو کچه ۸۱ سلنه کمه شوې چې ورسره عواید هم څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو ته لوړ شوي دي.
په زابل کې له نږدې ۷ زره بېوزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پيل شوه او د کډوالو چارو وزارت بیا په ۱۰ ولایتونو کې له ۷ زره ۵۶۲ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د دغه ولایت د کرنې رییس حافظ عبدالمجیب مشفق په کابل کې نیول شوی دی.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د پسرلي په نږدې کېدو سره د زينتي، مېوهلرونکو او بېمېوو نیالګیو د خرڅلاو بازار ښه شوی دی.
سرچینه وايي، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند ودانۍ کۍ تېره ورځ د ګاز ډبې له امله اور لګېدلی چې ځینې وسایل او سندونه په کې سوځېدلي دي.
چارواکي وايي، د نورستان په مرکز پارون کې د یوه غره له څوکې د بل غره تر څوکې د اوږد واټن زانګو جوړوي چې سیلانیان به د سیل او سیاحت ځایونو ته لېږدوي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې له قطر سره يې په ایران کې د مېشتو افغان محصلینو د زدهکړو په اړه هوکړه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت مسوولین وايي چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ رسماً د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شوه.
په غزني کې له ۴۳۰۰، پکتیا کې له ۲۴ زره، پکتیکا کې له ۱۸ زره او سمنګان ولایت کې له ۴۰۶۳ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغد پیسو مرسته وشوه.
د پروان امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې يې شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د پکتيکا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې تر دې مهاله د خبریالانو مخې ته کومه لویه ستونزه نه ده رامنځته شوې او له دې وروسته به رامنځته نه شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوګر په مرکز پل علم کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه رابللې وه چې په کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، د ولایتي نورو ادارو ویاندویانو، د محلي راډيوګانو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP