ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت: د کابل په مکروریانو کې د برېښنا ضایعات ۸۱ سلنه کم شوي

برېښنا شرکت: د کابل په مکروریانو کې د برېښنا ضایعات ۸۱ سلنه کم شوي

author avatar
4 Mar 2023 - 18:34
برېښنا شرکت: د کابل په مکروریانو کې د برېښنا ضایعات ۸۱ سلنه کم شوي
author avatar
4 Mar 2023 - 18:34

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برېښنا د ضایعاتو کچه ۸۱ سلنه کمه شوې چې ورسره عواید هم څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو ته لوړ شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت نن (د کب ۱۳مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د کابل مکروریانو سیمه کې د ضایعاتو کچه ۸۱ سلنه راټيټه شوې ده.»

سرچینې لیکلي، د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه د کابل په مکروریانو سیمه کې له انالوګ څخه ډیجیټل ته د زرګونه انالوګ مېټرونو د بدلولو لړۍ پرمخ وړي چې د یادې پروژې له پیله تر دې مهاله شاوخوا ۵۲۰۰ انالوګ مېټرونه پر ډېجيټل بدل شوي دي.

سرچینې د برېښنا تخنیکي کارکوونکو په حواله ويلي، د مکروریانونو د تېرې اتمې دورې د برېښنا لګښت او عواید ۱۶.۹ میلیون افغانۍ وو چې د یوولسمې دورې برېښنا لګښت او عوایدو کچه ۳۷.۸ میلیون افغانیو ته لوړه شوې.

د سرچینې په وینا، د پخوا په پرتله د عوایدو توپیر ۲۰،۹ میلیون افغانۍ دي، د برېښنا لګښت یې شاوخوا  ۸۱ سلنه ډېر شوی او په همدې کچه ضایعات هم کم شوي دي.

د یادونې ده، په مکروریانو سیمه کې له انالوګ څخه ډېجيټل ته د مېټرونو بدلولو لړۍ د روان کال د مرغومي په ۷مه پیل شوې او ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۸۸۰۰ مېټرونه پر معیاري عصري ډېجيټل بڼه بدل شي.

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.