د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وايي، له یو کال څخه په کمه موده کې توانېدلي په بېلابېلو تخنیکي او مسلکي برخو کې ۴۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه چاپ او د وېش لړۍ پیل کړي.
د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون وايي، هغه رسنۍ چې د واقعيتونو او قانون پر خلاف خپرونې کوي، د نافذه قوانينو په چوکاټ کې بايد خپل فعاليتونه تنظيم کړي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات محدود او ټکني دي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني سیمهییز چارواکي وايي، د نشهيي توکو د کرلو پر ضد یې کمپاین پیل کړی چې په دغه لړ کې یې د دغه ولایت په ګېلان، ناوه او مقر ولسوالۍ کې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه وړي دي.
کابل ښاروالۍ د دې ترڅنګ چې وايي مرنجان غونډۍ به ډېر ژر په غوره تفریحي سیمه بدله شي، د دې غونډۍ پر سر د تفريحي پارک د جوړولو چارو د پيلولو خبر ورکوي.
د هلمند مسوولین وايي، په سنګين ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتی ده.
په بامیان، لغمان، پکتیکا، سمنګان او تخار ولایتونو کې له ۲۵۶۳ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني «د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا» له غړيتوبه استعفا ورکول رد کړل او هغه يې ناسم او جعلي خبر بللی دی.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستيال دفتر د امریکا د مخکيني ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې رد او هغه يې بنسټه افترا بللې دي.
چرمي موزې «چمبوس» د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه تخار ولایت کې یو له پخوانیو او مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ترمنځ خپل مینهوال لري؛ خو اوس دغه صنعت د بهرنیو وارداتو د زیاتوالي له امله د رکود له ګواښ سره مخ دی.
د تخار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست چارواکي وایي، د لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د هوا د ککړتیا مخنیوی په موخه، د تالقان ښار په یوه غېر مسکوني سیمه کې په معیاري ډول د طبي پاتېشونو سوځولو یوه بټۍ جوړه کړي.
سرچينې وايي، د کابل ښار د خیرخانې سيمې په «پنجصد فاميليو» کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو مسوولینو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.