په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي، د دوی درې افغان ښځينه کارکوونکې د امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې دي، خو حکومت وايي چې د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې او نه هم توقیف شوې ده.
د غزني امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې يو تن په خپل ټوک ځان وژلی دی.
د اسلامي امارت د مشر د حکم پربنسټ د ترانسپورت او هوايي چلند او د ټولګټو وزارتونو لپاره نوي مرستیالان ټاکل شوي دي.
په کاپيسا ولايت کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د شيدو راټولولو او د لبنياتو د پروسس يو مرکز – چې هره ورځ د ٢٤٠زره ليتر شيدو د راټولولو او پروسس وړتيا لري – پرانيستل شو.
امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د دشت برچي سيمې چاودنو کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت په پوهنتون کې د تخنيکي ستونزو له امله يوه چورلکه غورځېدلې چې د دوو پېلوټانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
مسوولین وايي چې په لوګر او جوزجان کې پر ۲۲۵۰ کورنيو د روغتيا ساتنې بستې ووېشل شوې.
د تخار ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د دشتقلعه ولسوالۍ په «نواباد» کلي کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې ده.
ننګرهار کې د کرکټ بورډ ولايتي ادارې له لوري د ۱۷ کلنو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ ۲۵ اوريزه سيالۍ پيل شوې.
د خوست ښاروالۍ رياست له خوا د شپې له طرفه د ښار د عمومي سړکونو او جادو روښانه کولو په موخه د څراغونو پایو نصبولو لړۍ پيل شوه.
د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپيان شوي، دغه راز په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله بیا پنځه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ۲۷۱۶ جریبه کرنیزه او للمي ځمکه تخریب کړې او دغهراز ۵۴۱ مېوه لرونکي او بې مېوې باغونه یې له منځه وړي دي.