Language

تخار کې یوه ښځه وژل شوې ده

تالقان (پژواک، ۱۹  وږی ۱۴۰۱): د تخار ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د دشت‌قلعه ولسوالۍ په «نواباد» کلي کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې ده.

د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ جنايي امر جانان‌الدين انصار وويل چې دغه ښځه د کلاشينکوف په ډزو وژل شوې ده.

انصار زياته کړه، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې شوې خو لامل یې تر اوسه نه دی معلوم.

په ورته مهال ځايي سرچينې وايي، دغه مېرمنې چې خاوند او څلور اولادونه هم لري، تېره شپه په خپل کور کې د ناپېژاندو وسله‎والو له خوا وژل شوې ده.